د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، د ماشومانو په ګډون ۵۸ افغان کډوال د دغه هېواد د سند ایالت له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته ولېږدول شول.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاري په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي چې د افغان قونسلګرۍ په هڅو نن (د مرغومي ۳۰مه) د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۵۸ افغانان د سند ایالت له زندانونو ازاد او د چمن له لارې هېواد ته ولېږدول شول.‎

د هغه په ​​خبره، د دغو کسانو په خوشي کېدو سره د سند ايالت له زندانونو د ازاد شوو افغانانو شمېر ٣٢٠٠ کسانو رسېږي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د پاکستان د سند ايالت په زندانونو کې ٢٢١ نور ‎افغان کډوال هم بنديان دي چې د خوشي کولو لپاره یې ‎د افغانستان قونسلګرۍ هڅې روانې دي.

Views: 9