د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، د ماشومانو په ګډون ۵۸ افغان کډوال د دغه هېواد د سند ایالت له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته ولېږدول شول.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاري په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي چې د افغان قونسلګرۍ په هڅو نن (د مرغومي ۳۰مه) د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۵۸ افغانان د سند ایالت له زندانونو ازاد او د چمن له لارې هېواد ته ولېږدول شول.
د هغه په خبره، د دغو کسانو په خوشي کېدو سره د سند ايالت له زندانونو د ازاد شوو افغانانو شمېر ٣٢٠٠ کسانو رسېږي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د پاکستان د سند ايالت په زندانونو کې ٢٢١ نور افغان کډوال هم بنديان دي چې د خوشي کولو لپاره یې د افغانستان قونسلګرۍ هڅې روانې دي.
Views: 9