په چین کې د یوه لومړني ښوونځي په لیلیه کې د اور لګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اور لګېدنه تېره شپه د چین په هنان ولایت کې د نانیانګ ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.

په راپور کې ويل شوي چې د دې پېښې ډېری قربانيان زده‌کوونکي وو.

په چین کې مرګونې اورلګېدنې تر ډېره د ودانیزو معیارونو په پام نه نیولو له امله رامنځته کېږي او له دې مخکې هم څو ځله دا ډول پېښې شوې دي.‎

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د اپریل په لومړیو کې هم په بیجینګ ښار کې په یوه روغتون کې اور لګېدلی وو چې لږ تر لږه ۲۹ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی وو.‎

 

Views: 9