په چین کې د یوه لومړني ښوونځي په لیلیه کې د اور لګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اور لګېدنه تېره شپه د چین په هنان ولایت کې د نانیانګ ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.
په راپور کې ويل شوي چې د دې پېښې ډېری قربانيان زدهکوونکي وو.
په چین کې مرګونې اورلګېدنې تر ډېره د ودانیزو معیارونو په پام نه نیولو له امله رامنځته کېږي او له دې مخکې هم څو ځله دا ډول پېښې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د اپریل په لومړیو کې هم په بیجینګ ښار کې په یوه روغتون کې اور لګېدلی وو چې لږ تر لږه ۲۹ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی وو.
Views: 7