د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستانه ۲۱۷۳ کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۴۲۹ کورنۍ کېږي، د مرغومي له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې څخه چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۹۶۳ کسان چې ۱۹۲ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم له لارې او همدارنګه په یاده موده کې بیا د سپین‌بولدک له لارې ۱۲۱۰ کسان چې ۲۳۷ کورنۍ کېږي په جبري ډول راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مرغومي میاشتې په ۲۵مه نېټه ایراني چارواکو ویلي وو چې په تېرو لسو ورځو کې د دغه هېواد سرحدي ځواکونو ۱۳ زره ۸۵۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

Views: 18