وروسته له هغه چې ایران په پاکستان کې د وسله والې ډلې جیش العدل مرکزونه په توغندویو او بې پیلوټه هوایي بریدونو کې وویشتل د دواړو هېوادونو اړیکې کړکېچنې شوې دي.

پرون د ایران ځانګړي ځواک (سپاه پاسداران) اعلان وکړ، چې په پاکستان کې یې د “ترهګرې ډلې“جیش‌‌العدل پر مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه کړي دي.

د ایران تسنیم او صدا او سیما رسنیو د مرغومي په ۲۶مه خبر ورکړی چې دغه بریدونه د سه شنبې ورځ ناوخته شوي دي.

ایران ادعا کوي چې جیش‌العدل وسله‌والې ډلې د ایران په سیستان او بلوچستان او ځینو نورو سیمو په بریدونو کې لاس لري او غواړي چې ایران نا امنه کړي.

د پاکستان ځینو رسنیو خبر ورکړی چې دغه بریدونه د استوګنې پر سیمو شوي خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

خو د بهرنیو چارو وزارت پر دغو بریدونو سخت غبرګون ښودلی او په اسلام‌اباد کې یې د ایران سفیر احضار کړی و، دوی ویلي، چې په دې بریدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د مرغومي په ۲۷مه، په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ، چې دوی له تهرانه خپل سفیر غوښتی او له اسلام اباده یې د ایران سفیر ته د وتلو امر کړی دی.

هغې زیاته کړې چې د ایران له لوري د پاکستان له خپلواکۍ څخه سرغړونه د نړېوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف دی او د غیر قانوني کړنه په هېڅ توګه د منلو وړ نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې د ایران د دې غیر قانوني اقدام د ځواب ورکولو مکمل حق لري او د دې د ناوړه پایلو مسوولیت به د ایران پر غاړه او په دې اړه یې پیغام د ایران حکومت ته استولی دی.

دې زیاته کړه، چې دوی له تهرانه خپل سفیر بېرته غوښتی دی او د ایران سفیر چې اوس په خپل وطن کې دی، ورته ویل شوي چې بېرته دې نه راځي.

د یو بل خبر له مخې، د پاکستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو نن په دې اړه ټېلېفوني خبرې کړې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې برید په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

د یادونې ده، چې ایران دوه ورځې مخکې پر عراق او سوریې هم ورته بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې هلته یې د داعش مرکزونه له منځه وړي دي.

امریکا پر پاکستان برید غندلی او چین له پاکستان او ایران غوښتي دي چې له تحمل څخه کار واخلي.

 

Views: 23