د ایران ځانګړي ځواک سپاه پاسدارانو اعلان کړی چې په پاکستان کې یې د ترهګرې ډلې جیش العدل په مرکزونو یې د بې پیلوټه الوتکو هوایي بریدونه کړي او توغندي یې هم ویشتي دي.

د ایران تسنیم اژانس او صدا او سیما رسنۍ د مرغومي په ۲۶مه، خبر ورکړی چې دا بریدونه د سه شنبې په ورځ ناوخته شوي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا بریدونه د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د جیش العدل پر مرکزونه شوي چې د دوی په وینا، د اسراییل ملاتړ ورته حاصل دی.

ایران ادعا کوي چې جیش العدل وسله والې ډلې د ایران په سیستان او بلوچستان او ځینو نورو سیمو په بریدونو کې لاس لري او غواړی چې ایران نا امنه کړي.

د پاکستان ځینو رسنیو خبر ورکړی چې دا بریدونه د استوګنې پر سیمو شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې بریدونو سخت غبرګون ښودلی او په اسلام اباد کې یې د ایران سفیر احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړه هېووادونه دیپلوماتیکي او سفارتي چیلنونه لري او دا ستونزه یې باید د خبرو اترو له لارې هواره کړې وای.

سرچینې زیاته کړې چې په دې بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ملکي وګړي ټپیان دي، خو ایراني رسنیو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې دوه ورځې مخکې افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي وو.

دغه راز د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انور حق کاکړ په سویس کې د نړېوال اقتصادي فورم ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبدالنهیان سره لیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې ایران پرون پر عراق او سوریې هم ورته بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه، چې هلته یې د داعش مرکزونه له منځه وړي دي.

 

 

Views: 18