د افغانستان د ويلچر باسکټبال ملي لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسيه سيالیو په لړ کې فیلیپین ته ماته ورکړه.

دغه سیالۍ د ټایلنډ په بنکاک ښار کې روانې دي.

د افغانستان د ویلچر باسکټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان لوبډلې فیلیپین ته د ۷۸- ۴۸ نومرو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې په یادو سیالیو کې له دې مخکې د نیوزیلنډ او سعودي لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.

په دغو سیالیو کې افغانستان د نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فیلیپین ‏او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

 

Views: 12