هندوستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه  کې هم ماتې ورکړه او دغه راز یې ددرېیو لوبو لړۍ یې وګټله.

دا لوبه چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۴مه) په انډور ښار کې ترسره شوه، پچه یې هند وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان پیل یو ځل بیا ښه نه و، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدارڼ او عمرزي ژر وسوځېدل، خو ورپسې ګلبدین نایب ، کریم جنت، مجیب او محمد نبي نسبتاً ښې لوبې وکړې.

ملي لوبډلې د ګلبدین نایب د ۵۷ تېزو منډو پر مټ په ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.

د هند لوبډلې یاد هدف په شپاړسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري کریم جنت دوه، فضل حق فاروقي او نوین الحق یو یو لوبغاړی وسوځول.

دغې بریا سره هند د درېیو شل اووریزو لړۍ دوه پر صفر وګټله.

Views: 17