د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی فرید بشارت سبا له خپل فرانسوي سیال تیلورلاپیلوس سره سیالي ترسره کوي.
د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ سبا د«یوافسي» په سازمان کې د افغانستان پر وخت سهار مهال ترسره کېږي.
د ملي سپورټ د معلوماتو له مخې، فرید بشارت تر دې مهاله ۱۱ سیالۍ کړې او ټولې یې ګټلې دي او فرانسوي سیال یې بیا ۱۹ سیالۍ کړې چې ۱۶ یې ګټلي او درې یې بایللي دي.
Views: 6