د افغانستان د ويلچیر باسکيټبال لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ نن د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بینکاک ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.

په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچیر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې افغانستان په (ب) ګروپ کې دی، چې له نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فلیپین ‏او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د مهالوېش پر بنسټ به افغانستان خپله دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ له سعودي عربستان سره ترسره کړي.

Views: 11