د افغانستان د ويلچیر باسکيټبال لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ نن د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بینکاک ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچیر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې افغانستان په (ب) ګروپ کې دی، چې له نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فلیپین او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د مهالوېش پر بنسټ به افغانستان خپله دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ له سعودي عربستان سره ترسره کړي.
Views: 11