د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۲۹۵ نور افغانان د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې پرون (پنج‌شنبه) ناوخته پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام خپرولو سره ویلي چې یاد شمېر افغان کډوال له پاکستانه په یوه چارټر الوتکه کې د دغه هېواد ټورنټو ته لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي: «کاناډا د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې د ۴۰ زره کډوالو او زیانمن شوو افغانانو د هرکلي لپاره خپلې موخې ته رسېدلې او اوس هم پر شرایطو د برابرو کسانو غوښتنو ته د رسېدنې په موخه کار دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي میاشت په لومړۍ نېټه هم کاناډا دغه هېواد ته د ۳۳۹ افغانانو د لېږدولو خبر ورکړی و.

Views: 15