د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړېوالو شل اووریزو سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کوي.

کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د هند پر وړاندې لومړۍ شل اووریزه نړېواله لوبه کوي.

کرکټ بورډ ویلي، یاده لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په شپږو بجو پیلېږي.

سرچینې زیاته کړې چې افغان لوبغاړو تېر ماښام د هند پر وړاندې د راتلونکې لومړۍ شل اووریزې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات هم ترسره کړي دي.

دغه راز افغانستان به له هند سره خپله دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه او درېیمه لوبه بیا د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره کړي.

د یادونې ده، افغانستان به له یادو سیالیو وروسته له سریلانکا او ایرلېنډ کرکټ لوبډلو سره ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اووریزې لوبې هم ترسره کړي.

Views: 17