په فلسطین کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې پر غزې ښار د اسرائیلي ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې یې تر اوسه ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي دي.

د قطر دولتي اژانس د مرغومي په ۱۸مه په فلسطین کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې (یو‌اېن‌روا) د معلوماتو له مخې، دا د ملګرو متلونو په تاریخ کې په یوه سیمه کې د دې ادارې تر ټولو ډېر کارکوونکي دي چې وژل کېږي.

په فلسطین کې د ملګرو  ملتونو یادې ادارې زیاته کړې چې دغه راز په تېرو درېیو میاشتو کې د دې ادارې اړوند ۱۳۰ ودانۍ چې په کې ښوونځي او روغتونونه هم شامل دي، له منځه وړل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روانې جګړې له امله لسګونه زره فلسطینیان بې‌ځایه شوي او بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د پیل شوې جګړې له امله تر اوسه شاوخوا ۲۳ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۵۰ زره ډېر ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په جګړه کې تر اوسه دوه زره اسرائیلیان هم وژل شوي او تر پنځو زرو پورې ژوبل شوي دي.

Views: 17