د سویلي افریقا د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د مرغومي په ۱۸مه، د سویلي افریقا په کوربه ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې د تېر  په څېر یو ځل بیا ونه ځلېدله او ټوله لوبډله یې په ۴۵ اورونو کې په ۱۳۹ منډو وسوځېدله او افریقا ته یې د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ.

د سویلي افریقا لوبډلې یاد هدف په پنځه ویشتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

تر دې مخکې د افغانستان، سویلي افریقا او ترمنځ په درې اړخیزو سیالیو کې هند له افغانستان څخه دوه لوبې او افغانستان له سویلي افریقا څخه یوه لوبه ګټلې وه.

ددې سیالیو پای لوبې ته د سویلي افریقا او هند لوبډلې وتلې دي.

Views: 11