د المپیک ملي کمېټه وایي، د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله په اسیایي او اوقیانوسیه (AOZ) سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړه.

د المپیک ملي کمېټې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه سیالۍ پنځه ورځې وروسته په ټایلنډ هېواد کې پیلېږي چې له افغانستانه په‌کې ۱۵ لوبغاړي ګډون کوي او ۱۳ ورځې به دوام وکړي.

د یادونې ده، په دې سیالیو کې افغانستان له نیوزلینډ، فلیپین، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان سره په یوه ګروپ کې دی.

Views: 13