د افغانستان کرکټ بورډ له هند سره د راتلونکو درېیو نړېوالو شل‌اوریزه سیالیو لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د یادې لوبډلې مشر ابراهیم ځدراڼ ټاکل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لوبډله کې دغه راز رحمن‌الله ګربز، حضرت‌الله ځاځی، اکرام علي‌خېل، رحمت‌شاه زرمتی، محمدنبي، نجیب‌الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت‌الله عمرزی، شرف‌الدین اشرف، مجیب‌الرحمن، فضل‌الحق فاروقي، فریداحمد ملک، نوین‌الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس‌احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان شامل دي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان ملي لوبډله به له هند سره د نړېوالو شل‌اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د راتلونکې پنجشنبې د جنوري ۱۱مه پیل کړي او له مهالوېش سره سم به دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه او درېیمه او وروستۍ هغه به د همدې میاشتې په ۱۷مه په یاد هېواد کې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ لیکلي چې د لومړي ځل لپاره ۱۹ لوبغاړي ټاکلي چې موخه یې د نړېوال جام سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل او که د لوبو په منځ کې کوم لوبغاړی له کومې ستونزې سره مخ کېږي، نو په اسانۍ به یې د لوبډلې برخه وګرځوي.

 

Views: 13