ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو کې ۱۶۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې ټلوېزیون د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی چې له تېرې پنجشنبې د جمعې تر ماسپښینه پر غزه د اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۱۶۲ فلسطینیانو ژوند بایللی او شاوخوا ۲۹۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، تېره شپه هم د غزې سوېل لور ته په خان‌یونس ښار کې پر یوه کور د اسرائیلو برید کې ۱۸ کسانو ژوند بایللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په نابلس‌کرانه باختري ښار او په ختیځ قدس کې د بې‌ځایه شوو شعفت کمپ ته څېرمه ‎سختې جګړې روانې دي او اسرائیلي ځواکونو تېرو دوو ورځو کې پر طولکریم، البیره او قلقیلیته کرانه باختري‎ ښارونو او د بې‌ځایه شوو پر الغروب کمپ بریدونه کړي دي.‎

پر غزه د اسرائیلو بریدونه داسې مهال روان دي چې له دې مخکې ډېرو نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو په بېړنۍ توګه غزه کې د جګړې درېدو غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له پیله تر اوسه ۲۲ زره او ۶۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې د حماس ډلې د لسو ملاتړو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره یې ۱۰ میلیون ډالره جایزه ټاکلې ده.

Views: 15