ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په کرمان ولایت کې د وروستیو چاودنو له امله ۱۲ افغانانو هم خپل ژوند بایللی دی.

دوه ورځې مخکې په کرمان کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته څېرمه دوو چاودنو کې ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

قاسم سلیماني څلور کاله مخکې په عراق کې د امریکايي ځوانونو په هوايي برید کې ووژل شو.

فارس خبري اژانس د ایراني چارواکو په حواله ویلي: «د کرمان د ترهګریزې پېښې په شهیدانو کې ۱۲ افغانان هم شته چې د کرمان شهیدانو ګلزار زیارت ته روان وو.»

Views: 7