د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، کابل کې د «بې‌حجابۍ» په تور د ښځو نیول د هغوی د حقونو د نقضولو څرګندونه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ دغه څرګندونې پرخپله اېکس پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي: «په دې وروستیو کې کابل کې د بې‌حجابۍ په تور د ښځو نیول، د اسلامي امارت لخوا تایید شوي، په خواشینۍ سره چې دا مسله د ښځو د بیان د ازادۍ او د هغوی د نورو حقونو د نقضولو څرګندونه کوي.»

هغه دغه‌راز ویلي چې نیول شوې ښځې دې ژر تر ژره خوشې شي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادولو ده چې پرون د طالبانو له لوري د دغو ښځو نیول کېدل تایید شوي وو او د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند او د اطلاعاتو او نشراتو رییس مولوي عبدالغفار فاروق وویل: «هو یو شمېر ښځې چې په اسلامي ټولنه کې یې بې‌حجابي خپروله، اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي وو او زموږ باعفته ښخې یې بې‌حجابۍ ته هڅولې د ښځینه‌وو پولیسو له خوا نیول شوې دي.»

Views: 6