د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو شمېرو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستانه ۱۹۴۱ کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۲۶۲ کورنۍ کېږي، د مرغومي له ۷مې تر ۱۳مې پورې له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته را ایستل شوي دي.

دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۱۰۱۱ کسان چې ۲۸۴ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي دي.

همدارنګه په یاده موده کې بیا د سپین‌بولدک له لارې ۹۳۰ کسان چې ۱۷۸ کورنۍ کېږي په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز، وړمه ورځ د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان ویلي وو چې په تېرو نهو میاشتو کې د دغه ولایت د «دوغارون تایباد» بندر له لارې ۵۲۰ زره ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مرغومي په شپږمه کابل کې یوې غونډه ته ویلي وو چې ګاونډیو هېوادونو د ټولو نړېوالو اصولو او قوانینو خلاف ۸۰۰ زره افغانان را ایستلي چې د دوی له لوري ورته پر وخت رسېدنه شوې او خدمات ورته وړاندې شوي دي.

Views: 10