د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز او د مسلم لیګ ګوند مرکزي غړی د ۹۵ کلونو  په عمر مړ شوی دی.

د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند د مرغومي په ۱۲مه، پر اېکس شبکې لیکلي، چې سرتاج عزیز له ډېرې مودې راهیسې ناروغه و، او نن د همدې ناروغۍ له امله یې ساه ورکړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر، د کابینې غړو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

سرتاج په ۱۹۲۹ زیږدیز کال کې د خیبر پښتونخوا ایالت په نوښار سیمه کې زیږېدلی و ، هغه د پاکستان تر رامنځه کېدو مخکې د ال انډیا مسلم لیګ ګوند غړی و.

هغه لومړی د جنرال ضیاء الحق په واکمنۍ کې فدرالي وزیر مقرر شو، بیا د نواز شریف په دوو دورونو کې د بهرنیو چارو او د مالیې وزیر په توګه یې دندې ترسره کړې دي.

Views: 12