افغانستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو د درېیو لوبو لړۍ یې وګټله.

دا لوبه چې د سه شنبې په ورځ (د مرغومي په ۱۲مه) په شارجه کې ترسره شوه، پچه یې د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د اماراتو لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۹ منډې جوړې او افغانستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبډلې له لوري نوین الحق څلور، قیس احمد درې او عمرزي دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان یاد هدف په نولسم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله، دغې بریا سره افغانستان د درېیو لوبو لړۍ هم دوه پر یوه لوبه وګټله.

د ملي لوبډلې له لوري حضرت ځاځي ۳۶، نجیب ځدراڼ ۲۸، ابراهیم ځدراڼ ۲۳، رحمن الله ګربز ۲۰ او عظمت الله عمرزي ۱۶ منډې جوړې کړې.

د دې سیریز لومړۍ لوبه افغانستان او دویمه د اماراتو لوبډلې ګټلې وه.

نوین الحق ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

Views: 19