پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله‌والو کسانو له لوري د شپږو سلمانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د اسوشیتدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه شپږ کسان چې په خیبر پښتونخوا کې یې په بېلابېلو سینګارتونوو کې کار کاوه، نن سهار (سه‌شنبه) د خیبر پښتونخوا په میرعلي ښار کې د وسله‌والو کسانو له لوري وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

میرعلي ښار د پاکستاني ځواکونو له عملیاتو مخکې، د کلونو لپاره د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) مرکز و چې هغه مهال یې د غربیانو په ډول د ږیرو او ویښتانو پر جوړولو بندیز لګولی و.

Views: 9