د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس‌انجلس کې د ډزو دوو پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

ګلوبل نیوز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په لاس‌انجلس ښار کې د ډزو دوو پېښو کې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د یاد هېواد پولیسو اعلان کړی، د ډزو لومړۍ پېښه کې چې د لاس‌انجلس په هارثون سیمه کې د غرمې نږدې دوولس بجې د نوي کال په لومړۍ ورځ شوې، یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

هارثون د لاس‌انجلس ښار سوېل‌لوېدیځ ته یوه سیمه ده.

دغه راز چارواکو ویلي چې د دوشنبې په ورځ د لاس‌انجلس ښار په مرکز کې په یوې سوداګریزې ودانۍ کې د ډزو یوې بلې پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوه افسر ساندرا اولیواراس ویلي: «تر اوسه معلومه نه ده چې ډزې د څه له امله وې، هیڅ شکمن معلومات هم نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د امریکا د وسله‌وال تاوتریخوالي د ثبت سازمان (GVA) اعلان کړی و چې ۲۰۲۳ کال کې له ۴۲ زره ډېر امریکایان له ګرمو او سړو وسلو په استفاده وژل شوي دي.

 

Views: 14