د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل‌خان سیمه کې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن پر موټریز کارون برید شوی دی.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه د جمعیت علمای اسلام ګوند د ویاند اسلم غوري له قوله لیکلي چې په دېره اسماعیل‌خان کې د مولانا فضل‌الرحمن د موټرو پر کاروان ډزې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې مولانا فضل‌الرحمن ته زیان نه دی رسېدلی.

د یادونې ده، د تېرې لېندۍ میاشتې په ۲۱مه هم د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل‌خان سیمه کې په یوه موټربم برید کې ۲۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

Views: 17