د خبریالانو نړېوال فدراسیون وایي، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د یوولس ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د خبریالانو نړېوال فدراسیون «IFJ» په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کال کې ۶۸ سلنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د غزې په نښتو کې وژل شوي.
خبرپاڼه کې راغلي، په منځني ختیځ کې د غزې د جګړې له امله ۷۵ فلسطیني، څلور اسرائیلي، درې لبناني خبریالان او په سوریه کې د رسنیو درې کارکوونکي وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په اسیا کې ۱۲ خبریالان وژل شوي چې درې په هند، دوه په افغانستان، دوه په فیلیپین، دوه په بنګلهدېش، دوه په پاکستان او یو په چین کې دي.
د راپورونو له مخې، افغانستان کې د حسین نادري او اکمل تبیان په نومونو دوه افغان خبریالانو تېر میلادي کال بلخ ولایت کې په یوه چاودنه ژوند له لاسه ورکړ. د دغه برید مسوولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر زېږدیز کال په شمالي او جنوبي امریکا کې لس خبریالان وژل شوي او په افریقایي هېوادونو کې دوه په کامرون، یو – یو په سوډان، مالي، لیستو، سومالیا، موزمبیق، نایجریا او روندا کې وژل شوي دي.
د خبریالانو نړېوال فدراسیون لیکلي چې په اروپايي هېوادونو کې درې خبریالان په اوکراین کې او یو د رسنیو کارکوونکی په البانیا کې وژل شوي دي.
Views: 19