نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره دویمه شل‌اووریزه لوبه او د ۱۹ کلنو لوبډله بیا له سوېلي افریقا سره یوه ورځنۍ لوبه کوي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درېیو شل اووریزو نړۍوالې لوبلړۍ دویمه شل‌اوویزه لوبه نن ترسره کېږي.

دا لوبه به نن د افغانستان پر وخت له ماښام وروسته شپږ نیمې بجې پیل شي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې اماراتو ته ستره ماته ورکړې وه.

د یو بل خبر له مخې، په سوېلي افریقا کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه نن د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ ترسره کېږي؛ دا لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې دوولس نیمې بجې پیلېږي.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې هند افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

 

Views: 10