رسنیو راپور ورکړی چې په سوېلي افریقا کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راتلو له امله ۲۱ کسان مړه او څه باندې زر کورونه ویجاړ شوي دي.

افریقا نیوز نن (یکشنبه) د سوېلي افریقا چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې پېښه کې ۲۱ کسان مړه، یو شمېر نور ورک او شاوخوا ۱۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو څرګنده کړې چې د ژغورنې ټیمونه په سیندونو کې د جسدونو پیدا کولو په لټه دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د اړوند برخې پوهانو ‎خبرداری ورکړی و چې ښايي د افریقا سوېل‌ختیځ سواحل په راتلونکي کې د اقلیم بدلون له امله نور هم اغېزمن شي.

 

Views: 15