د راپورونو له مخې، د بيلاروس او پولینډ ترمنځ پر ګډه پوله د پنځو افغانانو جسدونه موندل شوي دي.

دغه جسدونه د امنیتي کسانو له خوا د بیلاروس یوه روغتون ته انتقال شوي دي.

بېلاروس کې د افغانانو شورا یوه غړي ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغو افغانانو مړي په روغتون کې پراته دي او د کورنۍ غړي یې نه دي پيدا شوي.

د راپور له مخې، دغو کډوالو غوښتل چې د بېلاروس له لارې پولینډ او بیا غربي اروپا ته ولاړ شي خو د سړې هوا له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې کسانو نومونه او هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د یادونې ده، هر کال لسګونه زره افغانان په بېلابېلو خطري لارو ځانونه اروپایي هېوادونو ته رسوي، هر کال سلګونه کسان په اوبو کې غرقیږي او یا هم د غلو او امنیتي ځواکونو له خوا وژل کېږي.

Views: 19