د امریکا پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې افغان پریمیم لوبډلې د پریمیم وینډیز لوبډلې ته په نیمه پای‌لوبه کې په ماتې ورکولو پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.

د افغان پریمیم لوبډلې منېجر ډاکټر نورعلم فرید  وویل، د امریکا يریمیر لیګ کرکټ شل‌اوریزو سیالیو کې اوو لوبډلو برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه چې له ګروپي سیالیو وروسته افغان پریمیم، وینډیز پریمیم، انډین پریمیم او پاک پریمیم لوبډلو نیمه پای‌لوبو ته لاره پیدا کړې وه.

ډاکټر فرید وویل چې د شنبې په ورځ په دویمه نیمه پای‌لوبه کې د افغان پریمیم لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر مهران  ۷۸ او عثمان غني ۵۲ منډې جوړې کړې.

نوموړي زیاته کړه چې د وینډیز لوبډلې په ۱۱۰ منډو وسوځېده او دغه راز افغان لوبډلې دا لوبه د ۵۵ منډو په توپیر وګټله.

ډاکټر فرید وویل چې نن په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې د هند پریمیم لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای‌لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان او هند ترمنځ د دې سیالیو پای‌لوبه ترسره شي.

ډاکټر فرید وایي، په دې لوبډلو کې د اړوندو هېوادونو ملي لوبډلو ځینو پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو ترڅنګ په امریکا کې مېشتو لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

دا لوبې د امریکا په ټیکساس ایالت کې روانې دي.

Views: 6