د راپورونو له مخې، د امریکا اورګن ایالت کې یوې کوچنۍ الوتکې سقوط کړی چې په کې د افغانستان د مخکني هوایي ځواک درې غړي مړه شوي دي.

ځيني رسنیو د ک‌اوای‌اېن، رسنۍ له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ د لېندۍ په ۲۵مه د امریکا په اورګن ایالت کې شوې ده.

سرچینې د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، دغه الوتکه چې په «تېز باد» کې په اورګن کې له مک‌مینویل هوایي ډګره اینديپنډنس ایالتي هوایي ډګر پر لور د پرواز په حال کې وه، د برېښنا له مزو سره لګېدلې ده.

د اورګن ایالت پولیسو ویلي چې دې پېښه کې د افغانستان د مخکني هوایي ځواک یو پیلوټ محمدحسین موسوي او ورسره د هوایي ځواک دوه نور غړي محمدبشیر صفدري او علی‌جان فردوسي مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغو کسانو له یوه کال راهیسې تمریناتي پروازونه ترسره کول څو مجوز ترلاسه کړي.

Views: 15