ایران کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله‌والو برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري وژل شوي، ورته مهال پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ټانک سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان کې د وسله‌والو په یوه برید کې د یوې پوستې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

ایرنا د یادې سیمې امنیتي مرستیال علي‌رضا مرحمتي له قوله راپور ورکړی چې یاد برید نن (جمعه) سهار دوه بجې د سیستان او بلوچستان د راسک ولسوالۍ د فراجا پولیسو پر قوماندانۍ شوی چې له امله یې اووه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د یاد برید مسوولیت د جیش‌العدل ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، یادې نښتې له یوه ساعت ډېر دوام وکړ او له امله یې دوه وسله‌وال بریدګر هم وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د ایران پولیسو ویلي چې له یادې نښتې وروسته حالت کنټرول شوی او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د سیمې پاکولو په حال کې دي.

بلخوا، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نن (جمعه، د لېندۍ ۲۴مه) د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی خو پاکستاني پولیسو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې د دې پېښې د عاملینو نیولو په هڅه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ په ۲۱مه هم د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کې ۲۴ پاکستاني نظامیان ووژل شول.

 

Views: 18