افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیرې کرن ډېکر د افغانستان د پارلمان پخواني مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني د درغلیو په یوه پراخه طرحې د میلیونونو ډالرو په غلا کولو سره امریکا او افغانستان دواړه لوټ کړي دي.
نوموړې د لېندۍ په ۲۱مه، پر ټولنیزې شبکې اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحمان د پخواني امنیتي ځواکونو ته له ځانګړو شویو پیسو په میلیونونو ډالر غلا کړي دي.
هغې زیاته کړې، چې د امریکا د مالیې یا خزانې وزارت او د سیګار د موندنو له مخې د افغانستان د پارلمان پخواني مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني د درغلیو په یوه پراخه طرحې د میلیونونو ډالرو په غلا کولو سره امریکا او افغانستان دواړه لوټ کړي دي.
د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر «او اف اې سي» پرون د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې میر رحمان رحماني او د هغه زوی او د دې جرګې یو پخوانی غړی اجمل رحماني په پراخ فساد تورن او تحریم کړل.
دغه وزارت په اسیا او اروپا کې په دوی پورې په تړلو ۴۴ شرکتونو هم بندیز لګولی دی.
دغه دفتر په یوه اعلامیه کې د مير رحمان او اجمل رحماني د فساد، مالي او سياسي سرغړونو يادونه شوې، چې په کې افغان پوځ ته په لوړه بیه د تېلو پلورل، د ماليې د نه ورکړې او د افغانستان پارلمان ریاست ته د ټاکل کېدو لپاره د بډو ورکول شامل دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې رحمانيانو په «تدارکاتي فساد ککړه یوه پېچلې» طرحه جوړه کړې وه.
یوه بېلګه یې د افغان پوځ لپاره د سون توکو رسول وو، چې د خزانې وزارت په وینا؛ د تېلو بیه یې په مصنوعي ډول څو برابره لوړه کړې وه.
دغه وزارت وايي: “په ۲۰۱۴ کال کې د رحمانیانو په ګډون څو کورنیو چې د تېلو په سوداګرۍ کې فعالې وې، له یو بل سره په همکارۍ لاس پورې کړ او د تېلو بیې یې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېرې لوړې کړې. دوی د امریکایي قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره د ازادې داوطلبۍ مخه نیولې وه.”
پر دې سربیره د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د پارلمان د پخواني رییس او د هغه د زوی شرکتونه د افغان پوځ څخه د تیلو په غلا کولو تورن کړي دي.
دغه وزارت وايي؛ رحمانيانو “له يو کال څخه په کمه موده کې د پوځ چارواکو ته د بډو په ورکولو سره لږ تر لږه ١١ ميليونه لېتره تېل پوځ ته نه دي رسولي.”
میر رحمان رحماني د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۸مه د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د تېر حکومت تر نسکورېدو پورې په دې دنده و. د هغه زوی اجمل رحماني هم د ۲۰۱۷ کال په پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه وټاکل شو.
دوی تر اوسه ددغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 19