د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د یوه موټربم ځانمرګي برید په پایله کې ۲۳ تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د لېندۍ په ۲۱مه، خبر ورکړی چې دا پېښه نن سهار وخته په شاوخوا بجو د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په درابن سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د ډېره اسماعیل خان په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو د فعالیتونو په اړه راپورونه ترلاسه کړي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې ځواکونو یې د ډېره اسماعیل خان په درازند سیمه کې عملیات وکړل او ۱۷ وسله وال یې و وژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وروسته وسله والو د درابن په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له یوه مرکز سره خپل موټر بم وجنګولو چې د چاودنې له امله ودانۍ ړنګه شوه او ۲۳ سرتېري و وژل شول.

سرچینې ویلي چې دلته هم نښته وشوهmچې په پایله کې یې شپږ بریدګر و وژل شول.

د پاکستان پوځ دغه راز ویلي چې په کلاچي سیمه کې هم د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسله وال او د پوځ دوه سرتیري وژل شوي دي.

د تحریک جهاد پاکستان په نامه یوې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

بلخوا د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفارت سرپرست غوښتی او د دې برید په اړه یې ورته اعتراض او احتجاج کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، پاکستان له افغانستانه غوښتي دي چې په خپله خاوره کې د پاکستان د حکومت وسله والو مخالفینو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، خو د افغانستان سرپرست حکومت پخوا دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

 

Views: 19