د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست خپل اسټرالیایي سیال جیمي مولارکي په لومړي رونډ کې ناک اوټ کړ او سیالي يې وګټله.

د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ نن یکشنبه د امریکا په لاس‌ویګاس ښار کې د (یو‌اېف‌سي) سازمان کې ترسره شوه.

همدارنګه د افغان او اسټرالیایي ورزشکارانو ترمنځ دغه سیالي د ۷۰ کیلو په وزن کې ترسره شوې ده.

دغه راز، د (UFC) سازمان هم نن پر خپله‌اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې نصرت حقپرست خپل اسټرالیایي سیال په لومړي رونډ کې ناک اوټ کوي او لوبه ترې ګټي.

 

Views: 135