د ډنمارک پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د قرآن کریم د نسخو سوځول منع اعلان شول.

د ډنمارک پارلمان د لېندۍ په ۱۷مه،  له ۱۷۹ غړو څخه ۹۴ تنو دغه قانون ته مثبته او ۷۷ نورو بیا مخالفه رایه ورکړه.

د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارد په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي: “موږ باید د ډنمارک او ډنمارکي اتباعو امنیت خوندي کړو. له همدې امله، دا مهمه ده چې موږ د یوې سیستماتیکې بې حرمتۍ پر وړاندې له یو اوږدې مودې راهیسې یې کتوونکي یوو، ښه اقدام وکړو ” .

بلخوا د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ډنمارک د پارلمان لخوا دغه ګام وروسته له هغه واخیستل شو، چې په دغه هېواد او ګاونډي سویډن کې د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب (قرآن) د نسخو د سوځولو یو لړ پیښو په اسلامي هېوادونه کې پراخ غبرګونونه وپارول.

په دې لړ کې عراقي مظاهره چیانو د روان کال د جولای په میاشت کې، د مشهور عالم مقتدا الصدر له غوښتنې وروسته، په پلازمینه بغداد کې د دغو هېوادونو پر سفارتونو برید وکړ او د سویډن د سفارت ودانۍ ته یې اور ورته کړ.

د ډنمارک د دغه نوي لایحې په متن کې راغلي، چې په عامه ځایونو کې د سپېڅلو کتابونو سوځول،‌ څیرل او یا په پراخه توګه د خپراوي په نیت د داسې مذهبي متنونو سره نامناسب چلند چې د یوې مذهبي ټولنې لپاره ارزښت لري، منع دي.

د ډنمارک د پولیسو د احصائیې له مخې، د روان کال د جولای له ۲۱ څخه د اکتوبر تر ۲۴ پورې په ډنمارک کې د کتابونو او یا بیرغونو د سوځولو ۴۸۳ پیښې ثبت شوي دي.

د سپيڅلو کتابونو د نسخو په سوځولو د بندیز د قانون لومړنۍ لایحه د اګست په میاشت کې اعلان شوه. خو پر لایحې نیوکه وشوه چې د بیان ازادي محدودي او پلي کول یې ستونزمن دي، او له همدې کبله تعدیل شوه.

Views: 15