د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کې ویلي چې د مسکو او ریاض ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا مخه څوک نه شي نیولی.

فرانس ۲۴ راپور ورکړی چې پوتین پرون له عربی متحده اماراتو له لیدنې څو ساعته وروسته ریاض ته رسېدلی او چې د دواړو هېوادونو مشرانو په الیمامه ماڼۍ کې سره کتلي او خبرې اترې یې کړې دي.

په ورته مهال، رویټرز خبري اژانس هم د کرملېن د ویاند ډېمیټري پسکوف په حوله راپور ورکړی چې دواړو لورو د اوپک‌پلاس غړو په ډول د نفتو د بیې په تړاو پر لا زیاتو همکاریو غږېدلي دي.

پسکوف زیاته کړې چې د نفتو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (اوپک) او شریکانو ترمنځ به یې همکاري روانه وي.

پوتین ویلي: «زموږ اړیکې په ځانګړي ډول ستاسو د بریا له امله بې‌ساري کچې ته رسېدلي. ریاض د روسیې او لودېځې نړۍ اصلي سوداګریز شریک دی.»

هغه د عربستان ولیعهد ته مسکو ته د سفر بلنه ورکړه او زیاته کړه: «هېڅ شی نه شي کولای زموږ د دوستانه اړیکو د پرختیا خنډ وګرځي.»

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې محمد بن سلمان هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ هواري برخه کې د مسکو او ریاض د ګډې همغږۍ ستاینه کړې ده.

هغه څرګنده کړې چې ریاض او مسکو کولای شي د ټولې نړۍ د خیر لپاره له یو بل سره مرسته وکړي.‎

د یادونې ده، له پوتین سره د مل پلاوي غړي د نفتو، اقتصاد، بهرنیو چارو، فضا او هستوي انرژۍ مسوولین او سوداګریز مشران دي.

Views: 14