د افغانستان ابدالیانو کرکټ لوبډلې (الف لوبډلې) په  درې ورځنۍ لوبه کې د انګلېستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د لېندۍ په ۱۲مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې وه، د انګلیستان الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۳۷ منډو وسوځېده.

د افغانستان له لوري ضیاءالرحمن اکبر څلور لوبغاړي، ظاهرخان او شرف‌الدین اشرف دوه – دوه او نجات مسعود یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان الف لوبډلې چې ورته افغان ابدالیان لوبډله هم ویل کېږي، په لومړي اننګز کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او له انګلیستانه ۳۷ منډې مخکې شوه.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر اکرام علي‌خېل ۵۷ منډې جوړې کړې.

د انګلیستان الف لوبډلې په دویم اننګر کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوری ضیاءالرحمن اکبر بیا ښکلې توپ‌اچونه وکړه او د انګلیستان شپږ لوبغاړي یې وسوځول؛ سلیم ساپي هم درې ویکټې ترلاسه کړې.

دغه راز انګلیستان د لومړۍ پاڼې له تاوان وروسته یې افغانستان ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

د دویمې ورځې تر پایه پورې افغان ابدالیانو په دویم اننګز کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲ منډې جوړې کړې وې او د ګټلو لپاره ورته ۱۰۸ منډې په کار وي.

د لوبې په درېیمه ورځ افغانستان یاد هدف د پنځو لوبو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري دروېش رسولي ۴۵ منډې جوړې کړې.

Views: 209