د انګلستان او افغانستان الف لوبډلو ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ لوبه په  متحده عربي اماراتو کې روانه ده او افغانستان ته د ګټلو لپاره ۱۰۵ منډې په کار دي.

دا لوبه چې د لېندۍ په ۱۲مه، پیل شوې وه، د انګلستان الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۳۷ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري ضیاء الرحمن اکبر څلور لوبغاړي، ظاهر خان او شرف الدین اشرف دوه-دوه او نجات مسعود یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان الف لوبډلې چې ورته افغان ابدالیان لوبډله هم ویل کېږي، په لومړي اننګز کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او له انګلستان څخه ۳۷ منډې مخکې شوه.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر اکرام علي خېل ۵۷ منډې جوړې کړې.

د انګلستان الف لوبډلې په دوویم اننګر کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوری ضیاء الرحمن اکبر بیا ښکلې توپ اچونه وکړه او د انګلستان شپږ لوبغاړي یې وسوځول. سلیم ساپي هم درې ویکټې ترلاسه کړې.

دغه راز انګلستان د لومړۍ پاڼې له تاوان وروسته یې افغانستان ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

د دویمې ورځې تر پایه پورې افغان ابدالیانو په دویم اننګز کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدلو ۴۲ منډې جوړې کړې وې، سبا په دریمه ورځ افغانستان ته د ګټلو لپاره ۱۰۸ منډې په کار دي.

Views: 107