د پاکستان لنډمهاله حکومت وایي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې به له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیلوي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان‌محمد اڅکزي په کوېټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې، وویل، اوس افغانان کولای شي خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او تر اوسه یې لسګونه زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د سپین‌بولدک او تورخم له لارې تر ۳۰۰ زرو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

له پاکستانه د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر د افغانستان سرپرست حکومت په ګډون د نړېوالو بنسټونو او بشري حقونو سازمانونو له غبرګون سره مخ شوی، خو پاکستان په دې برخه کې په وار وار له خپلې دغه پرېکړې دفاع کړې او هغه یې د پاکستان د امنیت لپاره مهم اقدام بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په زور د افغان کډوالو ایستل غیرقانوني دي او دا پرېکړه یې غندلې ده.

مجاهد زیاته کړې: «لومړی خو د کډوالو په زور ایستل غیرقانوني عمل دی، دا د غندلو وړ چاره ده، بله دا چې که افغان کډوال خپل هېواد ته راستنېږي، اسلامي امارت او افغان ولس په شریکه د دوی د ځای پر ځای کولو لپاره چمتوالی لري.»

مجاهد هغه ادعاوې له واقعیت لرې وبللې چې ګواکې کډوال د پاکستان د نامنیو په پېښو کې ککړ دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي چې له پاکستانه افغانستان ته د ژمي په درشل کې سم په ناڅاپي ډول د سلګونو زرو افغان کډوالو ستنېدل به په دغه هېواد کې بشري ناورین ډېر کړي.

Views: 1033