ګلوبل ویټنس موسسې په یوه راپور کې لیکلي چې ټوله نړۍ کې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ پورې لږ تر لږه ۱۹۱۰ د چاپېریال‌ساتنې فعالان وژل شوي، دې موسسې له دولتونو غوښتي څو داسې قانونونه پلي کړي چې د چاپېریال‌ساتنې فعالان خوندي وي.

یاد د چاپېریال‌ساتنې فعالانو د غیرقانوني او سوداګریزو ګټو پر وړاندې د طبیعت د ساتنې په برخه د هڅو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

د ګلوبل ویټنس موسسې د راپور پر بنسټ، کلمبیا تېر کال د ۶۰ وژنو په درلودو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره درلوده.

له دې مخکې یادې موسسې ویلي وو چې یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ټوله نړۍ کې نږدې ۲۰۰ د چاپېریال‌ساتنې فعالان وژل شوي دي.

ګلوبل ویټنس موسسې له دولتونو غوښتي څو داسې قانونونه پلي کړي چې د چاپېریال‌ساتنې فعالان خوندي شي، ځکه د دې موسسې د مسوولینو په وینا د چاپېریال‌ساتنې د فعالانو شتون د ځمکې له تودوخې او اقلیمي بدلونونو څخه د نړۍ ژغورلو اړینه سرمایه ده.

Views: 16