هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په اندراپردېش ایالت کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د ټايمز اف انډيا ويب‌پاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه تېر ماښام د اندراپردېش ایالت د ویزیانګرم ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ځايي پولیسو مشرې اېم دیپیکا نن ویلي چې په دې پېښه کې ۱۳ کسان مړه او تر ۵۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي چې پېښه د اور‌ګاډو د ګړندي تګ له امله شوې چې له امله یې د ۳۳ نورو اور‌ګاډو تګ راتګ لغوه شوی دی.

د هند لومړي وزير نریندرا مودي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هند د اورګاډو له وزیر سره یې پر دې موضوع خبرې کړې او چارواکو ته يې ويلي چې له زیانمنو سره مرستې وکړي.

Views: 15