د راپورونو له مخې، د امریکا مین ایالت په لویسټون ښار کې د يوه وسله‌وال کس په بريد کې ۲۲ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپيان دي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا مین ایالت په لویسټن ښار کې د يوه وسله‌وال کس د ډزو په پایله کې ۲۲ کسان وژل شوي او له ۵۰ تر ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د ښار قونسلر رابرټ مک کارتي سي‌اېن‌اېن شبکې ته ویلي چې د يادو ډزو له امله د وژل شوو شمېر ۲۲ ته لوړی شوی دی.

دغه راز، سرچينې د قانون پر ځای‌کوونکو سرچینو له قوله ليکلي چې په ياد بريد کې له ۵۰ تر ۶۰ نور کسان ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي، پوليسو استوشېتد پرس خبري اژانس ته ويلي چې وسله‌وال کس لومړی د باولينګ په يوه کلپ کې ډزې کړي او له هغه وروسته يې په يوه سيمه‌ییز رستورانټ کې هم پر خلکو ډزې کړې دي.

پوليسو ويلي چې ياد کس تښتېدلی او د سيمې اوسېدونکو ته ويل شوي، څو چې برید کوونکی نه وي نيول شوي، له خپلو کورونو دې نه راوځي.

د دې پېښې اصلي انګیزه لا معلومه نه ده او نه هم د وژل شوو کسانو هویت ښودل شوی دی.

Views: 11