د غازي امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د ۹۴ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هندیې د مړینې خبر د هغې لور ‘ثریا ملک’ ته پر منسوبه فېسبوک‌پاڼه خپور شوی او په روم کې د افغانستان د تېر حکومت سفیر ‘خالد احمد زکریا’ هم د هغې مړینه تایید کړې ده.

ثریا ملک پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې مور یې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۱مه) ماښام شاوخوا ۷ بجې له نړۍ سترګې پټې کړې.

شهزادګۍ هندیه د شاه امان‌الله او ملکې ثریا په اولادونو کې تر ټولو کشره وه.

هغه د خپل پلار له جلاوطنۍ شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ په ۱۷مه د بریتانیا تر واک لاندې د هند په ممبي کې زېږېدلې وه او وروسته له خپلې کورنۍ سره ایټالیا ته ولاړه او د ژوند تر پایه هلته اوسېده.

Views: 10