د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان په دوکي سیمه کې د یوه افغان کان‌کېندونکي بې‌سره جسد موندل شوی دی.

دان ورځپاڼې نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې دا جسد د سیمې اوسېدونکو له خبر ورکولو وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا موندل شوی او دوکي کې یو روغتون ته لېږدول شوی دی.

د یاد راپور له مخې، د دغه کس نوم سیف‌الله و چې د ډبرو سکرو په کان کې یې کار کاوه.

امنیتي ځواکونو زیاته کړې چې جسد د مالیزي ډبرو سکرو په کان کې موندل شوی دی.

د امنیتي ځواکونو یو لوړ پوړي افسر ویلي: «موږ دغه خواشینوونکې وژنه څېړو.»

تراوسه د دغه افغان د قتل لامل او انګیزه نه ده څرګنده شوې.

Views: 165