د کرکټ اسیایي جام سیالیو په لړ کې هند سریلانکا ته په ٤١ مڼدو ماتې ورکړه او په دې سره په دویم پړاو کې دا دویمه سیالۍ هم وګټله.

د هند او سریلانکا ترمنځ د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند په ٤٩.١ اوورنو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ٢١٤ منډو هدف ورکړ.

د هند له لوري روهیت شارما تر ټولو ډېرې ٥٣ منډې جوړې کړې.

دغه راز د سریلانکا له لوري ځوان لوبغاړي ویلالګي تر ټولو ډېرې پنځه وېکټې او اسلانکا ٤ وېکټې واخیستې.

په ورته وخت کې د سریلانکا لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او په ٤١.٣ اوورونو کې په ١٧٢ منډو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او دغه لوبه یې وبایلله.

د هند له لوري بیا کولډیف یادف تر ټولو ډېرې څلور وېکټې واخیستې.

د یادونې ده چې هند تېر ورځ هم له پاکستانه په ستر توپیر لوبه ګټلې وه او دا یې په دې پړاو کې دویمه بریا وه.

Views: 127