د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو لپاره د دغه هېواد لاهور ښار ته ورسېده.

دغه راز د اسیا جام سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ د روانې اګسټ میاشتې په ۳۰مه پیلېږي او د سپټمبر تر ۱۷مې به دوام ولري.

په یادو سیالیو کې هند، پاکستان، نیپال په الف ګروپ، افغانستان، بنګله‌‎دېش او سریلانکا په ب ګروپ کې ځای لري.

د اسیا جام سیالۍ په سریلانکا او پاکستان هېوادونو کې ترسره کېږي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره د راتلونکې سپټمبر میاشتې په درېیمه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کړي.

 

 

Views: 28