د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ څېړنه ښیي چې په متحده ایالتونو کې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د وسله‌والو تاوتریخوالو اړوند پېښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.

د امریکایي ماشومانو اکاډمي وایي، دغه معلومات یې د متحده ایالتونو د ناروغیو کنټرول او وقایې له مرکزه ترلاسه کړي دي.

سرچينې زیاته کړې چې ۲۰۲۱ میلادي کال په امریکا کې د وسله‌وال تشدد اړوند پېښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي او دغه شمېر په ۲۰۲۰ کال کې ۴۳۶۸ او په ۲۰۱۹ کال کې بیا ۳۳۹۰ و.

د څېړنې له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په متحده ایالتونو کې وسله‌وال تاوتریخوالي د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی لامل ښودل شوی و.

د امریکا د ناروغيو کنټرول او وقايې مرکز د تېرې زمري میاشتې په ۲۲مه ویلي وو چې له دويم نړۍوال جنګ راهيسې په امريکا کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې او په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې ۴۹۵۰۰ کسانو ځانونه وژلي او دا شمېر ځان‌وژنې د امریکا په تاریخ کې بې‌سارې دي.

Views: 22